د پنجاب پولیسو د حافظ سعید په وړاندې د ترهګرۍ د تمویل کېسونه ثبت کړل

د عبدل ناصر خان لخوا

لاهور -- د سي ټي ډي وياند د چهارشنبې په ورځ (د جولای په ۳ مه) وويل، د پنجاب پولیسو د ترهګرۍ په وړاندې ریاست (سي ټي ډي) د دوشنبې په ورځ (د جولای په لومړۍ نېټه) د حافظ سعید او د منع شوي وسله والې ډلې لشکر طیبه (ايل اي ټي) د نورو مشرانو مشرانو په وړاندې د ترهګرۍ د تمويل کېسونه ثبت کړل.

د لومړي معلوماتو راپور (ایف آی آر) له مخې، پولیسو د سعید، د هغه ورور حافظ مسعود او د لشکر طيبه د نورو مشرانو، د عبدل رحمان مکي، امير حمزه او محمد يحيی عزيز په ګډون، کېسونه درج کړل.

په دې ايف آی آر کې پنځه نور خيراتي سازمانونه -- دعوت ول ارشارد ټرسټ، معاذ بن جبل ټرسټ، الانفال ټرسټ، المدينه فاونډيشن ټرسټ او الحمد ټرسټ -- د ترهګرۍ د تمويل له کبله هم تورن شول.

په دغه ايف آر کې راغلي، "دا سازمانونه د منع شوي تروريستي ډلې لشکر طيبه او د هغوی د مشرانو لپاره پيسې راټولوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500