پيرس -- فرانس د سه شنبې په ورځ (د جولای په ۲ مه) پاکستان ته نږدې ۴۵۰ هغه لرغوني آثار، چې ځينې په کې د ۴۰۰۰ عسيوي پيړۍ سره تعلق لري، وسپارل چې یوه عشره مخکې د فرانس د کسټمز چارواکو لخوا نیول شوي ول.
د کسټمز چارواکو په ۲۰۰۶ کال کې د پيرس په شاغله دو ګول ايرپورټ کې د پاکستان څخه يو پارسل ضبط کړو چې ۱۷ د خاورو لوښې په کې موجود ول او په ښار کې يو موزیم ته استول شوي ول. د لوښو معلوماتو يوازې دا څرګنده کړه چې دغه لوښو د۱۰۰ کالو نه زیات عمر لرلو.
خو یو عالم چې د دغه لوښو يې معاينه وکړه په دې نتيجه ورسيدو چې دا لرغوني اثار د دویمې یا دریمې پيړۍ سره تعلق لري، چې ممکنه ده دا په بلوچستان صوبه کې د هغه ځایونو نه پټ شوي وي چيرته چې دا دفن شوي ول.
د پراخو تحقیقاتو وروسته، تحقیق کونکو ټولټال ۴۴۵ توکي وموندل، چې ځينې په کې ۴۰۰۰ عيسوي پيړۍ سره تعلق لرلو، چې تقريباََ ۱۳۹،۰۰۰ پاونډو (۲۵ مليونه پاکستانۍ روپۍ) پورې قيمت لري.
د فرهنګي اثارو پټول او خرڅول د ترهګرو ډلو لکه د داعش لپاره د پیسو ګټلو يوه لاره پاتې شوې ده.