لاهور -- چارواکو وويل، د پنجاب پوليسو د تروریزم ضد ریاست (سی ټي ډي) د سه شنبې په ورځ (د جون په ۲۵ مه) په ګوجرانواله ضلع کې په استخباراتي عملیاتو کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) درې شکمن غړي ونیول.
چارواکو باوري معلومات ترلاسه کړل چې درې تنه کسان د ګوجرانواله په سیمه کې موجود دي او پلان لري چې د حساسې ایجنسۍ په پرسونلو برید وکړي.
د سي ټي ډي د وياند له مخې، د معلوماتو پر بنسټ، د قانون پلي کونکو پرسونلو یوه چهاپه ترسره کړه او درې ترهګر یې ونيول چې د شمس الزمان، محمد اشرف او حاجي نعیم (چې تخلص يې صاحب جان دی) په نامه وپيژندل شول.
دغه ویاند وویل، په نيول شويو کسانو کې یو کس د زيات مطلوب ترهګرو په "سور کتاب" کې شامل وو.
هغه زياته کړه، پرسونلو چاودېدونکي توکي، درې ډیټونېټرې، د نفرت مواد او پيسې ترلاسه کړې.
دغه ویاند وویل، نیول شويو کسانو د تحريک طالبان پاکستان ځينې پلانونه په ګوته کړل چې هدف يې دغه سيمه وه. هغه زياته کړه چې چارواکي د هغوی د ملګرو د نیولو لپاره چهاپې ترسره کوي.