د يو ايس ايس مېسن کراچۍ ته سفر د متحده ایالاتو او پاکستان ترمنځ بحري همکاري په ګوته کوي

د ضياء الرحمان لخوا

کراچۍ -- د دې میاشتې په پیل کې کراچۍ ته د يو ايس ايس مېسن سفر د متحده ایالاتو بحري ځواک او پاکستان ترمنځ روانه ملګرتیا په ګوته کړه.

ډيلي ټایمز راپور ورکړو چې ارلیګ برک کلاس جنګي بيړې د جون په ۱۳ مه کراچۍ ته سفر وکړو او په روايتي ليوالتيا او اخلاص سره د دې هرکلی وکړی شو.

د دواړو هیوادونو چارواکو هيله څرګنده کړه چې د بحري بيړې سفر به د دواړو بحري ځواکونو ترمنځ اړیکې پیاوړې کړي.

د پاکستان د بحري ځواک ویاند وویل، "دواړه بحري ځواکونه ژمنه لري چې په سیمه کې سمندري امنیت او په سمندر کې ازاد تجارتي تګ راتګ يقيني کړي، او دا سفر به ګټور وي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پیاوړي او ښه کړي."

په اسلام آباد کې د متحده آيالاتو په يو بيان کې راغلي چې د دې بيړۍ سفر د متحده ایالاتو او پاکستان د بحري ځواکونو ترمنځ عملیات پیاوړي کړل، چې په څو ملي ګډ کاري ځواک ۱۵۰ (سي ټي ايف ۱۵۰) باندې یوځای کار کوي.

په دغه بيان کې راغلي، "د سي ټي ايف ۱۵۰ موخه دا ده چې په سور سمندر، په خليج عدن، په هند سمندر، په خلیج عمان کې د تروریزم سازمانونه او د هغوی اړوند غیر قانوني فعالیتونه ختم کړي. له هغه وخت راهيسې کله چې پاکستان په اپريل ۲۰۱۹ کال کې د کنيډا نه د سي ټي ايف ۱۵۰ کمانډ ترلاسه کړو، دغه کاري ځواک د ملیونو ډالرو ارزښت غير قانوني نشه یې توکو مخه نيولي ده."

يو ايس ايس مېسن سفر د نايب ايډميرل جیم ميلويي، چې د متحده ایالاتو د بحري ځواکونو مرکزي قوماندې کمانډر دی، د سفر سره سم ترسره شو.

په دغه بيان کې راغلي چې ميلويي اسلام آباد او کراچۍ ته سفر وکړو او د بحري ځواک ستر مشر ظفر محمود عباسي او د نورو پاکستاني بحري افسرانو سره يې لیدنه وکړه چې په سیمه کې د پوځي اړیکو او همکارۍ په اړه خبرې اترې وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500