پاکستان هيله لري چې د آی سي سي نړيوال جام سيمي فاينل ته ورسيږي

د عبدل ناصر خان لخوا

لندن -- پاکستان د يکشنبې په ورځ (د جون په ۲۳ مه) په لندن کې په يو مهم ميچ کې جنوبي افريقې ته په ۴۹ منډو له ماتې ورکولو سره اوس هم موقع لري چې د نړيوال کرکټ کونسل (آی سي سي) د نارينوو په نړيوال جام ۲۰۱۹ کې سيمي فاينل ته ورسيږي.

پاکستان د دې ګټلو نه وروسته د نمرو په جدول کې د نهم نه اووم مقام ته ورسيدو.

سيمي فاينل ته د رسيدو لپاره پکارده چې دا ټیم نیوزی لینډ (د جون په ۲۶ مه)، افغانستان (د جون په ۲۹ مه) او بنګلادیش (د جولای په ۵ مه) ته ماتې ورکړي.

پاکستان، د ټاس ګټلو وروسته، لومړی بيټنګ وکړو او په ۵۰ اورونو کې يې جنوبي افريقې ته د ۳۰۹ منډو هدف ورکړو. هارث سهیل له ۸۹ رنزونو سره تر ټولو زيات رنزونه جوړ کړل، په داسې حال کې چې بابر اعظم ۶۹ رنزونه جوړ کړل. اوپنرانو، فخر زمان او امام الحق د پاکستان په ټولټال ۳۰۸ رنزونو او ۷ لوبغاړو په سوځيدو سره هر یو د ۴۴ رنزونه اضافه وکړه.

جنوبي افریقې په ۵۰ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځيدو سره ۲۵۹ رنزونه جوړل کړل.

محمود رياض، چې په کراچۍ کې د سپورټس يو سينير ژورناليسټ دی، وويل، که چیرې پاکستان خپل پاتې درې لوبې وګټي، نو دا به [پخپله] ۱۱ پواينټونه ترلاسه کړي. دا به کافي نه وي ... دا به سيمي فاينل ته د رسيدو لپاره ښه رن ريټ ته اړتیا ولري."

رياض وويل، "انګلستان، اوس مهال د نمرو په جدول کې له اتو پواينټونو سره څلورم مقام لري، او دا به د نورو غوره درې ټيمونو (نيوزي لينډ، آسټريليا او هند) سره مقابله کوي."

هغه وويل، که انګلستان دوه ميچونه وبايلي، پاکستان سيمي فاينل ته رسیدی شي.

په افغانستان او پاکستان کې ځوان نارينه اکثر د کرکټ په څير لوبو کې ډیره لېوالتیا لري، چې په نتيجه کې د هغوی سره مرسته کوي چې هغوی د وسله والو ډلو لخوا د احتمالي استخدام نه لرې وساتي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500