پاکستاني ځواکونو په ملتان کې د داعش ۲ جنګیالي ووژل

پاکستان فارورډ

ملتان -- جيو نيوز د پنجشنبې په ورځ (د جون په ۲۰ مه) راپور ورکړو چې د تروریزم ضد ادارې (سي ټي ډي) کسانو په ملتان کې دوه ترهګر ووژل چې د داعش د خراسان څانګې سره يې تړاو لرلو.

درې نور کسان د چهارشنبې په ورځ (د جون په ۱۹ مه) د پیښې په وخت په تیښته کې کامياب شول.

چارواکو دغه دوه کسان د رضوان او عمران ساقي په نامه وپیژندل. د سي ټي ډي ویاند وویل چې دغه دواړه کسان د دریو حکومتي چارواکو او د متحده آيالاتو د وګړي وارن ویسټین په تښتولو کې مطلوب ول. وینسټین په ۲۰۱۵ کال کې په وزیرستان کې په يوې پیښه کې وژل شوی وو.

هغه زياته کړه، چارواکو د هغوی نه وسلې، چاوديدونکي توکي او مواد، نقشې او پيسې ترلاسه کړې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500