اسلام اباد -- ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې يو نامعلوم بریدکوونکي په اسلام آباد کې د یکشنبی په ورځ (د جون په ۱۶ مه) د ۲۲ کالو يو بلاګر او د ټولنیزو رسنيو فعال محمد بلال خان ووژلو.
د پولیسو سپرنټنډنټ صدر ملک نعيم له مخې، خان د اسلام آباد په جي-۴/۹ سیمه کې د خپل تره احتشام سره وو، چې په هغه باندې له خنجر سره ګوزار وکړی شو.
پوليسو وويل چې شاهدانو د ټوپکو د ډزو په اړه هم راپور ورکړو.
احتشام سخت ژوبل شوی او په هسپتال کې داخل دی.
خان په ټویټر باندې ۱۶،۰۰۰، په يوټيوب چينل باندې ۴۸،۰۰۰ او په فېسبوک باندې د ۲۲،۰۰۰ نه زيات فالورز لرل.