میران شاه -- چارواکو په شمالي وزيرستان کې وروسته له هغې په غونډو باندې د ۳۰ ورځو لپاره بنديز لګولی دی کله چې د جمعې په ورځ (د جون په ۷ مه) د دغه ضلعې په خړکمر سيمه کې د لاس جوړ شوي چاوديدونکي وسيلې په چاودنه کې د پوځ درې افسران او يو عسکر ووژل شو.
په يوې اعلاميه کې د شنبې په ورځ (د جون په ۸ مه) په شمالي وزيرستان کې د جزایی کړنلارې قانون دفعه ۱۴۴ عملي کړې شوه، چې په دهرنو، احتجاجونو، عامه غونډو او د پنځو یا ډیرو خلکو نه د زياتو عمومي غونډو باندې پرې بندیز لګول شوی دی.
د دې حکم، چې د قانون او نظم موجوده وضعیت، د اورپکۍ ګواښونو او نورو تخريبي فعالیتونو ته يې اشاره وکړه، له مخې، "د دې اقدام موخه د ناوړه وضعيت مخه نيول وو."