د اسلام آباد پولیسو د لسو کالو جينۍ په وژلو کې دوه شکمن کسان ونیول

پاکستان فارورډ

اسلام اباد - ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې پوليسو د سه شنبې په ورځ (د می په ۲۱ مه) په اسلام آباد کې د لسو کالو جينۍ د تښتولو، وژلو او د هغې سره د زنا کولو په تور دوه کسان ونیول.

د هغې پلار، ګل نبي، له مخې، دغه قربانۍ، فرشته، د می په ۱۵ مه په شهزاد ټاون کې د لوبو نه وروسته بیرته واپس نه شوه.

نبي وويل، د فرشتې لاش د دوشنبې په ورځ (د می په ۲۰ مه) وموندل شو چې په ښکاره توګه يې د تشدد او زخمونو نښې لرلې. هغه ادعا وکړه چې له وژل کېدو مخکې د هغې سره زنا شوې وه.

د فرشتې کورنۍ او نورو د سه شنبې په ورځ په اسلام آباد کې په تاراماري چوک کې يوه مظاهره وکړه او د مرتکبینو په وړاندې یې د اقدام کولو غوښتنه وکړه. پاکستاني ټولنې په وروستیو میاشتو کې د ماشومانو سره د ناوړه چلند د مسلې په اړه د سختې غصې څرګندونه کړې ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500