ترهګرو په ګوادر کې په يو هوټل کې په برید کې ۵ کسان ووژل

د عبدل غني کاکړ لخوا

ګوادر -- وسله والو د شنبې په ورځ (د می په ۱۱ مه) د بلوچستان په ګوادر کې په پرل کانټینټل هوټل باندې برید وکړ چې لږ تر لږه پنځه کسان یې ووژل.

د بلوچستان حکومت ویاند، لیاقت شاهواني، پاکستان فارورډ ته وویل، "اصلي هدف ... هغه میلمانه وو چې په هوټل کې موجود ول."

امنیتي ځواکونو درې هغه ترهګر ووژل چې په دې پيښه کې ښکيل ول.

هغه وويل، "بريد کوونکو د هوټل ميلمنو ته د رسېدو لپاره زياته هڅه وکړه، خو هغوى بريالي نه شول." هغه زياته کړه چې ترهګرو غوښتل چې د چين او پاکستان د پروژو مخه ونيسي.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (آی ایس پي آر) د یکشنبې په ورځ (د می په ۱۲ مه) په يو بیان کې وویل، ترهګرو د امنیتي ځواکونو وردۍ اغوستې وې.

دغه بيان زياته کړه چې امنيتي ځواکونو د پاکولو په عملياتو کې ميلمانه او کارکونکي د هوټل نه وويستل.

ای ایف پي راپور ورکړو چې د بلوچستان بیلتون غوښتونکو پوځ (بي ايل ای) د ټویټر له لارې د دې بريد مسولیت په غاړه واخیستو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500