خان د مهمند ډیم د افتتاحي مراسمو مشري وکړه

پاکستان فارورډ

غلنۍ -- جيو نيوز راپور ورکړو چې وزيراعظم عمران خان او د پاکستان پخواني چيف جسټس میاں ثاقب نثار د پنجشنبې په ورځ (د می په ۲ مه) د مهمند ډيم د پرانيستلو په مراسمو کې ګډون وکړو.

دا ډيم د پېښور شمال ته په مهمند ضلع کې موقعیت لري.

خان په افتتاحي مراسمو کې د ۲۰۱۴ کال راهیسې په هیواد کې د اورپکۍ د کمولو لپاره د دوامداره پوځي عملياتو بریالیتوب ته په اشاره وويل، "په يو هیواد کې تر هغه وخته پورې سرمايه کاري نه شي کيدې تر څو چې هلته کې سوله نه وي."

جیو نیوز د خان له قوله وويل، "خلک غواړي چې په پاکستان کې سرمايه کاري وکړي ځکه چې دوی فکر کوي چې دلته سوله شتون لري. بې روزګاري به کميدل پیل شي، کله چې په هيواد کې سرمايه کاري وي."

د ډان ورځپاڼې له مخې، د اوبو سرچینو لپاره وفاقي وزير فیصل واوډا په مراسمو کې وویل، د مهمند او ديامير باشا ډيم پروجيکټونه به زرګونو دندې رامنځته کړي او استخدام به ژر پیل شي.

مهمند ډیم به د ۲۰۲۴ کال پورې بشپړ شي او د ۸۰۰ میګاواټ نه زياته بجلي به پيدا کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500