امریکا او پاکستان د افغانستان د سولې د پروسې په اړه خبرې کوي

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- راډيو پاکستان راپور ورکړو چې پاکستان او متحده آيالاتو د دوشنبې په ورځ (د اپریل ۲۹ مه) په اسلام آباد کې د پلاوي په کچه يوه غونډه وکړه چې د افغانستان د سولې د روان بهیر په اړه خبرې وکړي.

د افغانستان د پخلاینې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د سویل او منځنۍ آسیا لپاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ډپټي اسسټنټ سيکريټري ايلس ویلز د ايډيشنل سيکريټري (آميريکاز) افتاب کهوکهر په مشرۍ د پاکستان پلاوي سره خبرې اترې وکړې.

د پاکستان راډیو په وینا، دواړه لوریو د متحده ایالاتو او پاکستان ترمنځ د اړیکو او د افغانستان د پخلاینې د پروسې په اړه خبرې وکړې.

د ډان ورځپاڼې په وینا، په قطر کې د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو د وروستي پړاوونو په رڼا کې، د پاکستان او متحده ایالاتو چارواکو ترمنځ خبرې اترې مهمې ګڼل کيږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500