د کراچۍ پولیسو د داعش ۵ شکمن وسله وال نیولي دي

پاکستان فارورډ

کراچۍ - ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې پوليسو د دوشنبې په ورځ (د اپريل په ۱۵ مه) د کراچۍ په ټیسر ټاون کې د یوې چهاپې په ترڅ کې د داعش پنځه شکمن ترهګر ونیول.

د عرفان بهادر، چې د پوليسو سينير سپرنټنډنټ دی، له مخې، په شکمن ترهګرو کې عبدالله -- چې تخلص يې حمزه دی -- وقار، وسیم، نوید او مدثر شامل ول.

هغه وویل چې شکمنو کسانو د داعش د استخدام لپاره سوشل ميډيا کاروله.

پولیسو لاسي بمونه، غير قانوني وسلې، مهمات او ليپ ټاپونه هم ونیول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500