په لاهور کې د ماشومې وينځې قاتل ونیول شو

ای ايف پي

لاهور -- د ۱۶ کالو ملازمه عظمه بي بي لاش په يو کانال کې وموندل شو او د هغې شتمن ګومارونکی د وژلو په تور تورن دی، دا يو هغه وروستی کيس دی چې په پاکستان کې هغه خطرونه او د بشري حقونو سرغوړنې په ګوته کوي چې کورني کارکونکي په ځانګړې توګه ماشومان ورسره مخ دي.

پولیسو وویل، عظمه وروسته له هغې مړه شوه کله چې هغې د پخلنځی د لوخو سره په سر ګوزارونه ترلاسه کړل. د اتو مياشتو راهيسې، هغې په لاهور کې د دغه کورنۍ لپاره کار کولو چې په روان کال کې د جنورۍ په مياشت کې ووژل شوه.

د هغې کار ورکوونکی او دوه نورې میرمنې په توقيف کې دي، په داسې حال کې چې پوليس د دې قتل او د ناوړه چلند د تورونو په اړه تحقیقات کوي.

د عظمه غمژن پلار، محمد رياض، ای ايف پي ته وويل، "زه به خپلو هڅو ته دوام ورکړم، زه مرګ غوره کوم، زه به هغوی پريږ نه دم، زه غواړم چې دوی څه کړې دي، د هغې سزا ترلاسه کړي."

دغه ځوانې ماشومې به یوازې ۴،۰۰۰ روپۍ (۲۸ آمريکايي ډالره) په میاشت کې اخيستلې.

د کارګرانو نړيوال سازمان (آی ايل او) له مخې، په پاکستان کې، ۸.۵ ميليونه کارکوونکي -- د ګڼ شمير ماشومانو په ګډون -- د شتمنو کورنیو لپاره کار کوي، چې ځينې کسان وايې چې دا په پاکستان کې يوه منظمه ټولنيزه ستونزه ده.

عروما شهزاد، چې د کورنيو کارکوونکو اتحاديې جنرل سيکريټري ده، وضاحت وکړو، "والدين اکثر خپل ماشومان يوه وسيله ګڼي چې خپله کورنۍ د غربت نه راوباسي." دغه اتحاديه د هیواد لومړۍ اتحاديه ده او اوس هم دا یوازنې سازمان دی.

خو کورني کارکونکي اکثر د استحصال، تاوتریخوالي، او جنسي تیري سره مخ دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500