امریکا د مسلمانانو سره د چلند له کبله چین غندي

ای ايف پي

واشنګټن، ډي سي -- د آمریکې د بهرنیو چارو وزير مایک پومپيو د چهارشنبې په ورځ (د مارچ په ۲۷ مه) د مسلمانانو سره د چلند په هکله د چین د "شرمناک منافقت" غندنه وکړه ځکه چې هغه د يو پخواني قيدۍ او د هغې د خپلوانو سره وکتل، کومو چې د ناوړه چلند په هکله خبرې وکړې. دغه ناوړه چلند د بیجینګ د يوغر اقليت په پراخه کچه د توقیف يوه برخه ده.

پومپیو ټويټ وکړو، "چین باید ټول هغه کسان خوشې کړي چې په خپل سري توقیف کې ساتل شوي دي او خپل ظلم ختم کړي."

هغه وويل، "له يوې خوا، چين په خپل هيواد کې له يو مليون څخه زياتو مسلمانانو سره ناوړه چلند کوي، خو بلې خوا په ملګرو ملتونو کې اسلامي ترورستي ډلې د بنديزونو نه خوندي ساتي."

پومپيو په ملګرو ملتونو کې د چین هڅو ته اشاره وکړه چې د اسلامي افراطي مسعود اظهر په تور لیسټ کې د شاملولو مخه ونیسي، چې د بيجنګ په اتحادي هیواد پاکستان کې میشت دی. د ازهر ډله، جیش محمد، تيره مياشت په کشمیر کې په هندي پوځیانو باندې د برید ادعا کړې وه،چې دغه برید د پوځي نښتو سبب وګرځيدو.

د متحده ایالاتو ستر سفارتکار د سه شنبې په ورځ له مهري ګل تورسن، چې د يوغر ده او په متحده ايالاتو کې يې په ډاګه وویل چې په چین کې په جيلونو کې په يوغر خلکو باندې په پراخه کچه تشدد کيږي.

هغې ویلي دي چې هغه له خپلو ماشومانو څخه جدا کړی شوه او په یوه کمره کې د ۶۰ نورو ښځو سره توقیف شوه، د تحقیقاتو په جریان کې هغه د کرنټ او وهلو سره مخامخ شوه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500