پاکستاني ځواکونو په بلوچستان کې د تحريک طالبان پاکستان ۴ وسله وال ووژل

د عبدل غني کاکړ لخوا

کويټه -- چارواکو د سه شنبې په ورځ (د مارچ په ۲۶ مه) وويل چې د پاکستان امنيتي ځواکونو د بلوچستان په لورالايي ضلع کې د استخباراتي عملیاتو پرمهال لږ تر لږه څلور وسله وال، د دوو شکمن ځانمرګي بريد کوونکو په ګډون، ووژل.

د پوځ د عامو اړیکو دفتر (آی ايس پي آر) له مخې، وژل شوي کسانو د منع شوي تحریک طالبان پاکستان غړي ول.

آی ايس پي آر وويل، "څنګه چې امنيتي ځواکونو د سيمې محاصره وکړه، وسله والو ډزې پيل کړې او د امنيتي ځواکونو د تګ راتګ د مخنيوي لپاره يې لاسي بمونه استعمال کړل. د سختو ډزو د تبادلو په دوران کې، ټول څلور وسله وال ووژل شول."

په دغه بيان کې راغلي، دغه وسله والو د مارچ په ۲۰ په زيارت ضلع کې د برید مسؤليت په غاړه لرلو، چې شپږ لیویز پرسونل په کې وژل شوي ول.

محمد جاويد، چې په لورالايي کې يو سينير امنيتي چارواکی دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "د تحریک طالبان پاکستان وسله والو پلان لرلو چې د پښتنو په قبایلي سيمه کې د لوړ ارزښت هدفونه په نښه کړي. د دغو شکمنو کسانو وژل يو لوی پرمختګ دی او امنیتي ځواکونه به په نورو سیمو کې دې عملياتو ته دوام ورکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500