د 'ناموس په نامه د وژلو' په اړه د خبر ورکونکي مرګ غصه رامنځته کوي

ای ايف پي

اسلام آباد -- د ښځو د حقوقو فعالینو د جمعې په ورځ (د مارچ په ۸ مه) د "ناموس په نامه د وژلو" په کيس کې د هغه خبر ورکونکي د وژلو غندنه وکړه کوم چې د څو کالو راهيسې د ښځینه قربانیانو او د هغو کسانو په اړه څرګندونې کړې وې چې د دوی دفاع يې کوله.

پوليسو ويلي چې افضل کوهستاني، هغه کس چې په ۲۰۱۲ کل کې يې په لومړي ځل يوې ناوړې پیښې ته د خلکو پام راجلب کړی و، د مارچ په ۶ مه په ایبټ آباد کې په ټوپک وويشتل شو.

هغه د یو هغه کيس تعقیب کړی و چې يو ځايي عالم په واده کې د هغه نارینه او ښځینه میلمنو د وژلو امر کړی و چې په یوه ویډیو کې ښودل شوي چې دوی د يو بل نه خوند اخلي.

دقیق معلومات په راز کې پاتې شوي دي، خو کوهستاني ټینګار کړی و چې په ویډیو کې ښودل شوي ښځې وژل شوي دي.

د پولیسو يو سينير چارواکي عبدل عزیز آفریدي ای ايف پي ته وویل، هغه په یو مصروفه سړک باندې پنځه ځله وويشتل شو او په ځای مړ شو.

چارواکو د جمعې په ورځ وویل، چې لږ تر لږه دوه کسان نیول شوي دي.

د اپوزیشن مشرې شیري رحمان په ټویټر باندې وویل، "د افضل کوهستاني د لړزوونكي مرګ په اړه به په پارلمان کې غږ پورته کړم."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500