پاکستان چمتو دی چې په ټولنیزو رسنیو باندې د نفرت وينا پر ضد عمليات پيل کړي

ای ايف پي

اسلام آباد -- پاکستاني چارواکو د چهارشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۳مه) ژمنه وکړه چې په ټولنيزو رسنيو باندې د نفرت وینا او افراطیت پر وړاندې "په لویه کچه" مبارزه ترسره کړي ځکه چې د يو وزیر په وینا ګرفتارۍ له مخکې نه شوي دي.

د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري په مرکزی ښار اسلام آباد کې په يو خطاب کې اعلان وکړو چې حکومت د پلي کولو يوه نوې څانګه جوړوي چې ټولنیزې رسنې تر قانون لاندې راولي.

هغه وويل، "موږ په تېره هفته کې يو شمېر ګرفتارۍ کړې، او انشاالله موږ د هغه ټولنيزو رسنيو کارونکو پر وړاندې يوه ستره مبارزه پيلوو چې د نفرت وينا او تاوتريخوالی خپروي."

چوهدري زیاته کړه، "زموږ ستونزه دا ده چې ډیجیټل ميډيا د رسمي ميډيا ځای اخلي، نو دا زموږ لپاره مهمه ده چې دا تر قانون لاندې راولو." "غیر رسمي ميډيا د رسمي ميډيا په پرتله خورا لویه ستونزه ده."

د ډان ورځپاڼې له مخې، دا اړینه ده چې "د ټولنیزو رسنیو څارنه وکړو او جعلي اکاونټونه په ګوته کړو او په هغه کسانو مقدمه وچلوو کوم چې قانون ماتوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

پکار ده چې د هغه مذهبي، لساني، فرقه يي بلاګرانو او د اسلام خلاف، د پاکستان خلاف او سيکولر بلاګرانو په وړاندې مبارزه وشي، کوم چې په سوشل ميډيا باندې د پاکستان، پوځ او اسلام په وړاندې نفرت خپروي. پکار ده چې د دغه خلکو په وړاندې هم سخت اقدامات وشي. پکار ده چې دوی ته اجازه ورنه کړل شي چې بهر ته وتښتي.

ځواب