په ډیره اسماعیل خان کې په يو بريد کې څلور پولیس افسران ووژل شول

پاکستان فارورډ

ډيره اسماعيل خان -- ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې ترهګرو د دوشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۲ مه) د خيبر پښتونخواه په په ډيره اسماعيل خان کې په پولیسو افسرانو بريد وکړو چې څلور تنه پکې ووژل شول او یو بل کس زخمي شو.

د ضلعې د پوليسو افسر ډاکټر محمد اقبال ډان وځپاڼې ته وويل، شکمنو کسانو د پوليسو په هغه ګاډی باندې ډزې وکړې چې په مهارا سیمه کې يې ګشت کولو.

هغه وويل، پوليس افسرانو بيرته ډزې وکړې، خو ترهګر وتښتيدل.

چارواکي د قاتلانو په لټه کې دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډیر ښه

ځواب