آی ايم ايف بيا ټينګار کوي چې د پاکستان سره د مرستې لپاره چمتو دی

ای ايف پي

دوبۍ -- د پیسو نړیوال صندوق (آی ايم ايف) منيجنګ ډايريکټره کریسټین ليګارډ د یکشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۰ مه) د اقتصادي مسلو په اړه د وزیر اعظم عمران خان سره خبرې اتری وکړې او هغه ته يې ډاډ ورکړو چې آی ايم ايف د هغه د هیواد سره د مرستې لپاره چمتو دی.

آی ايم ايف او د خان دفتر دواړو وويل، دغه غونډه په دوبۍ کې د نړيوالو حکومتونو کانفرنس، چې متحده عرب اماراتو يې کوربه توب کړی و، په موقع ترسره شوه.

ليګارډ د خان سره د غونډې نه وروسته وويل، "ما بیا ټینګار وکړ چې آی ايم ايف د پاکستان د ملاتړ لپاره چمتو دی."

د آی ايم ايف يو ټيم د نومبر په میاشت کې پاکستان ته سفر وکړو چې د چارواکو سره د ممکنه قرضې په اړه بحث وکړي. که څه هم دغه خبرې اترې د يوې معاهدې نه بغير پای ته رسیدلی وې، خو خبرې اترې لا تر اوسه پورې په دغه هکله روانې دي.

پاکستان -- چې د ۱۹۸۰ عشرې وروستیو راهیسې یې بار بار د آی ايم ايف نه قرضې اخیستي دي -- د پيسو د بحران د توازن سره مخ دی.

ليګارډ، چې دغه غونډه يې ښه او رغنده وبلله، وويل، "ما په ډاګه کړه چې پریکنده پالیسۍ او د اقتصادي اصلاحاتو یو پیاوړی پیکج به پاکستان ته د دې توان ورکړي چې د خپل اقتصاد پایښت بیرته بحال کړي او د قوي او زیاتې جامع ودې لپاره بنسټونه جوړ کړي."

پاکستان په وروستی ځل په ۲۱۰۳ کال کې د آی ايم ايف نه ۶.۶ آمريکايي مليارده ډالره (۹۹۲ ملیارده پاکستانۍ ورپۍ) قرض ترلاسه کړی و.

آی ايم ايف او نړیوال بينک وړاندیز کوي، تمه کيږي چې د پاکستان اقتصاد به په تير مالي کال کې د ٪۵.۸ ودې په پرتله په روان مالي کال کې، چې د جون په مياشت کې پای ته رسيږي، د ۴ نه تر ٪۴.۵ پورې وده ترلاسه کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500