پاکستان د نوي سند سره د بهرنيو وګړو لخوا په سرمايه کارۍ باندې تمرکز کوي

ای ايف پي

اسلام آباد -- وزير اعظم عمران خان د پنجشنبې په ورځ (د جنوری په ۳۱ مه) اعلان وکړو چې پاکستان د بهرنیو وګړو لخوا د سرمايه کارۍ لپاره یو نوی سند جاري کړی دی، چې موخه يې د هيواد د پيسو بحران ختمول دي.

دغه سکیم، چی د "پاکستان جوړ کړئ" سند (پي بي سي) په نامه ياديږي، د آمريکايي ډالرو يو خپلواکه بانډ دی چې لږ تر لږه د ۵،۰۰۰ امریکایي ډالرو (۶۹۷،۷۷۵ پاکستانۍ روپۍ) سرمايه کاري لري.

خان په اسلام آباد کې په مراسمو کې وویل، "د دې بانډ د پیلولو موخه دا ده چې هېواد د تاریخ د یو سخت دور نه راوباسي او د پيسو زيرمې ښه کړي، د بجټ او سوداګرۍ خساره کمه کړي."

هغه زياته کړه، "زه له بهرنيو پاکستانيو څخه غوښتنه کوم چې دا سندونه واخلي او په پاکستان کې او د هغې په روښانه راتلونکي کې سرمايه کاري وکړي."

د حکومت له مخې، پي بي سيز، چې د سرمايه کارۍ لپاره د پیسو اعظمي حد نه لري، د دریو او پنځه کلنو د مودې پورې دستیاب دي، چې په ترتیب سره ۶.۲۵٪ او ۶.۷۵٪ منافع به رامنځته کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500