د پنجاب عدالت پولسيو ته امر وکړ چې د ملکي کسانو د وژلو نه ډډه وکړي

پاکستان فارورډ

لاهور -- ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې د لاهور هايي کورټ (ايل ايچ سي) د پنجشنې په ورځ (د جنورۍ په ۲۴ مه) د پنجاب د پوليسو انسپکټر جنرل امجد سليمي ته لارښوونه وکړه چې د پوليسو لخوا د ملکي کسانو د وژلو او په تيره هفته کې په ساهيوال کې په خپلو غلطو باندې د پردې اچولو مخه ونيسي.

بي بي سي راپور ورکړو، د پنجاب د تروریزم ضد ادارې (سي ټي ډي) افسرانو د جنورۍ په ۱۹ مه په لاهور کې په جنوب لویدیځ کې په يو موټر باندې ډزې وکړې او ادعا یې وکړه چې څلور ترهګر یې وژلي او درې نور وتښتيدل.

د نهو کالو يو هلک چې په موټر کې و، چې يوه ويډيو هم د ډزو دغه پيښه ښيي، د چارواکو دغه بيان رد کړو او ویې ویل چې د هغه مور او پلار، د هغه ۱۲ کلن خور او د کورنۍ ملګری چې موټر يې چلولو هغه وخت ووژل شول کله چې دوی د يو واده لپاره روان ول.

هغه او د هغه دوه کوچنۍ خویندې، چې په دغه ډزو کې ژوندي پاتې شوي، په يو پټرول سټیشن کې لږ لرې يوازې پریښودل شوي ول.

د دغه وژلو له کبله ټول هیواد يوه صدمه ترلاسه کړه.

د لاهور هايي کورټ چيف جسټس سردار شمیم احمد خان نن د پنجشنې په ورځ د دوو ججانو يو بنچ جوړ کړو چې د هغه درخواست اوريدنه ترسره کړي چې په ساهيوال کې د پيښې د تحقیق غوښتنه کوي.

خان، سليمي ته خبرداری ورکړو چې داسې پيښه "بايد په پنجاب کې په هيڅ يو ځای کې بيا رامنځته نه شي."

سلیمي عدالت ته وویل چې په ډزو کې د سي ټي ډي افسران نیول شوي او یوه مشترکه ډله جوړه شوې ده چې د دې پيښې په اړه تحقيقات وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500