لاهور -- ايکسپريس ټريبيون د سه شنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۲ مه) راپور ورکړو چې د تروریزم پر وړاندې د مبارزې یو عدالت د سه شنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۲ مه) د تحريک لبيک پاکستان (ټي ايل پي) ستر مشر خادم حسین رضوي، د هغه ملګری پير افضل قادري او څلور نور کسان د ۱۴ ورځو په عدالتي ريمانډ جيل ته واستول.
عدالت دا پریکړه په پاکستان کې په اکتوبر ۲۰۱۸ کال کې د سپريم کورټ لخوا د آسيه بي بي، چې په توهين رسالت کې تورن وه، د خوشي کيدو وروسته د ټي ايل پي لخوا د احتجاجونو او د دولتي ادارو په وړاندې د نفرت د وينا د کيسونو د اوريدنې په ترڅ کې وکړه.
چارواکو د کيس د اوریدلو په دوران کې د عدالت دننه او بهر سخت امنیتي تدابیر نیولي ول.