د امریکې استازی خلیلزاد پاکستان ته د خبرو اترو لپاره راځي

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- د افغانستان د مصالحت لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خليلزاد په افغانستان کې د وخت تيرولو نه وروسته د پنجشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۱۷ مه) د افغانستان د سولې د پروسې په اړه د خبرو اترو لپاره اسلام آباد ته راورسېدو.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ډاکټر محمد فیصل په يو ټويټ کې وويل، د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خليلزاد @US4AfghanPeace نن د بهرنيو چارو په وزارت کې د بهرنیو چارو سيکريټري تهمينه جنجوعه سره د پلاوي د کچې خبرې کوي." " "دواړو خواوو په دوبۍ کې د غونډې نه ورسته د پرمختګونو بيا کتنه وکړه چې د افغان د سولې بهیر مخ پر وړاندې بوځي."

جيو نيوز راپور ورکړو، د پنجشنبې په ورځ په لومړيو کې، وزير اعظم عمران خان د افغان صدر اشرف غني نه ټيلي فون کال ترلاسه کړو چې د سولې د روان بهیر په اړه خبرې وکړي.

غني په افغانستان کې د سولې لپاره د پاکستان د هڅو ستاینه وکړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500