د افغانستان د صدر ځانګړی استازی اسلام آباد ته د خبرو اترو لپاره راغې

پاکستان فارورډ

اسلام آباد - ايکسپريس ټريبيون د سه شنبې په ورځ راپور ورکړو چې د افغانستان د صدر اشرف غني د سیمه ییزو چارو او سولې لپاره ځانګړی استازی، محمد عمر داودزۍ، د سه شنبې په ورځ (د جنورۍ په ۸ مه) اسلام آباد ته راورسېدو چې د پاکستاني ليډرشپ سره لیدنه وکړي او د متحده آیالاتو او افغان طالبانو تر منځ د روان مذاکراتو په اړه بحث وکړي.

د څلورو ورځو په سفر کې، داودزۍ به د پاکستان خارجه دفتر سره خبرې اترې وکړي، چې په دې کې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي سره يوه غونډه شامله ده.

د ایکسپریس ټریبيون له مخې، په پلان شویو موضوعاتو کې په متحده عرب اماراتو کې د متحده ایالاتو- طالبانو ترمنځ خبرې اترې شامل دي، چې د دسمبر په میاشت کې ترسره شوې وې. پاکستان د دې غونډې په جوړولو کې مرسته کړې وه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښه

ځواب