کراچۍ -- جيو نيوز راپور ورکړو، علي رضا عابدي، چې د متحده قومي مومنټ (ايم کيو ايم) يو سياستدان و، د سه شنبې په ورځ (د دسمبر په ۲۵ مه) د وسله والو لخوا د وژلو نه وروسته د چهارشنبې په ورځ (د دسمبر په ۲۶ مه) په کراچۍ کې ښخ کړی شو.
عابدي د ډيفنس هاوسنګ اتهارټۍ په يو نيبرهوډ کې د خپل کور نه بهر څو ځله په ډزو وويشتل شو. د هغه قاتلان وتښتېدل.
هغه د قومي اسمبلۍ پخوانی غړی او د ایم کيو ايم پخوانی مشر و.
د ډان د وینا له مخې، امنیتي کارکوونکو د دغه ځای ناکه بندي وکړه او شواهد راټولوي.
د سيند وزیر اعلی مراد علي شاه او د پولیسو انسپکټر جنرل ډاکتر سید کلیم امام د دغې پیښې غندنه وکړه او د راپور غوښتنه يې وکړه.