د بريتانیې هوايي شرکت پاکستان ته پروازونه بیا پیلوي

ای ايف پي

لندن -- دغه کمپنۍ د سه شنبې په ورځ (د دسمبر په ۱۸ مه) وويل، د بريتانیې هوایي شرکت به په راتلونکې ګرمۍ کې پاکستان ته خپلې الوتنې پيل کړي. دغې شرکت يوه عشره مخکې د امنیت د ویرې له کبله پاکستان ته خپلې الوتنې معطل کړې وې.

د دغه شرکت چارواکو وویل، د بريتانیې هوايي شرکت، چې په ۲۰۰۸ کال کې يې په مرکزي ښار اسلام آباد کې په ميريټ هوټل کې د وژونکي بريد وروسته خپل خدمات معطل کړې ول، په جون ۲۰۱۹ کال کې به په هره هفته کې له دريو پروازونو سره د لندن د هیترو هوايي ډګر نه د پاکستان مرکزي ښار ته پروازونه پيل کړي.

په میریټ هوټل باندې د برید نه مخکې، د بريتانیې هوايي شرکت به هره هفته اسلام آباد ته شپږ پروازونه کول. په دغه بريد کې له ۵۰ څخه زیات خلک وژل شوي ول او د خوندیتوب د اندیښنو له کبله زياتره سفارت خانو او نړيوالو ادارو اسلام آباد پريښودی و.

په پاکستان کې د بريتانیې عالي کمیشنر تهامس ډرو په یو بيان کې وویل، د دغه شرکت اعلان دا څرګندوي چې په تیرو کلونو کې "د پاکستان په امنیتي وضعیت کې لوی پرمختګ" شوی دی.

رابرټ ویلیمز، چې د آسیا لپاره د سيلز مشر دی، په اسلام آباد کې په یو مطبوعاتي کانفرنس کې وویل، "موږ یوازې هغه ځای ته پرواز کوو کله چې موږ پوهه شو چې دا خوندي دی."

د دې اعلاميې له کبله په ټویټر غوغا رامنځته شوه، چیرته چې ډیرو پاکستانيانو له خوشحالۍ سره ځواب ورکړو.

د ټکټونو، چې ۶۳۰ آمريکايي ډالره (۸۸،۱۰۳ پاکستانۍ روپۍ) قميت لري، خرڅيدل به د سه شنبې په ورځ پيل شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500