پاکستان په متحده عرب اماراتو کې د افغان سولې د خبرو اترو هرکلی کوي

پاکستان فارورډ

ای آر وای نيوز راپور ورکړو چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د دسمبر په ۱۷ مه) په متحده عرب اماراتو کې د افغان طالبانو او نورو نړيوالو همکارانو ترمنځ د خبرو اترو د نوي پړاو هرکلى وکړو.

طالبانو د یکشنبې په ورځ (د سمبر په ۱۶ مه) وویل چې دا به د متحده آيالاتو، سعودي عرب، متحده عرب اماراتو او پاکستان د استازو سره په متحده عرب اماراتو کې لیدل وکړي.

محمد فيصل، چې د پاکستان د بهرنيو چارو د دفتر وياند دی، وويل، "د نړيوالې ټولنې او نورو اړوندو همکارانو سره پاکستان په افغانستان کې د سولې او روغې جوړې په اړه ژمن دی."

هغه د پاکستان د ګډون کولو تاييد ونه کړو او ويې وويل، "خبرې اترې به په متحده عرب اماراتو کې ترسره شي. موږ هیله لرو چې دا به په افغانستان کې وينه تويول بند کړي او په سیمه کې به سوله راولي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500