د ګلګت بلتستان پولیسو د سکولونو په سوځولو کې يو شکمن نیولی دی

پاکستان فارورډ

ګلګت -- پوليسو په ګلګت بلتستان (جي بي) کې د چهارشنبې په ورځ (د دسمبر په ۱۲ مه) د هغه وسله وال "کمانډر" د نیولو اعلان وکړو کوم چې د اګست په میاشت کې په ديامير کې د ګڼ شمير سکولونو په سوځولو کې تورن و.

په ديامير کې د اګست په ۲ مه د دولسو نه زیات سکولونه سوځول شوي ول. په دغه سکولونو کې نيم د ښځو سکولونه ول.

ګلګت بلتستان سکاوټس او نورو امنیتي ځواکونو د سه شنبې په ورځ (د دسمبر په ۱۱ مه) قاري هدایت الله او د هغه درې شکمن ملګري ونیول. د راپورونو له مخې، ځايي مشرانو د دغه کسانو په ګرفتارۍ کې مرسته وکړه.

د اکتوبر په میاشت کې، د ګڼ شمیر امنیتي ادارو لخوا تحقیقاتو د سکولونو په سوځولو کې ۲۲ شکمن کسان په ګوته کړل. د ډان ورځپاڼې له مخې، تراوسه پورې چارواکو په دې کيس کې ۴۰ کسان نیولي دي او اوس هم د ۱۵ کسانو په لټه کې دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500