پاکستان پنځه تښتول شوي ایراني امنیتي چارواکي بازياب کړل

ای ايف پي

کويټه -- د پاکستان امنیتي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ (د نومبر په ۱۵ مه) وویل چې دوی هغه پنځه ایراني ساتونکي بازياب کړي ديچې يوه مياشت مخکې د دواړو هيوادونو پولې ته نژدې تښتول شوي وو.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند، محمد فيصل، د پنجشنبې په ورځ په يو بيان کې وويل، "د پاکستان د قانون پلي کونکو د ادارو او وسله والو ځواکونو د همغږيزه هڅو سره، پنځه تښتول شوي ايراني ساتونکي په خوندي توګه بازياب شوي دي."

هغه وويل، "هغوى روغ جوړ دي او ايراني چارواکو ته به وسپارل شي."

جيش العدل، چې په ایران کې يو تروریستي سازمان دی، د ۱۲ ایراني امنیتي کارکونکو تښتولو مسوولیت په غاړه اخيستې و.دا پيښه د سیستان بلوچستان صوبې مرکزي ښار، زاهدان، جنوب ختیځ ته ۱۵۰ کلوميټره لرې لولکدان ته نژدې رامنځته شوه.

لږ تر لږه دوه تښتول شوي چارواکي د ایران د استخباراتي ادارې غړي دي.

فيصل زياته کړه، د "نور ساتونکو د بازيابۍ لپاره" هلې ځلې راوني دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500