عمران خان د پولیس چارواکي د وژلو په اړه د تحقیقاتو امر کوي

پاکستان فارورډ

ډان ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړو چې د پاکستان وزير اعظم عمران خان د پنجشنبې په ورځ (د نومبر په ۱۵مه) د خيبر پښتونخواه د پوليسو سپرنټډنټ (ايس پي) طاهر خان داوړ د وژلو د "فوري تحقيقاتو" امر وکړو.

خان په يو ټويټ کې وويل، "ما د ايس پي طاهر خان داوړ د وژلو د حیرانونکې سانحې څارنه کړې او د خیبر پښتونخواه حکومت ته مې امر وکړ چې د اسلام آباد پولیسو سره په سملاسي تحقیقاتو کې همغږي وکړي."

هغه د کورنيو چارو وزارت شهريار آفريدي ته دنده وسپارله چې "فوري د دې څارنه وکړي او خان ته راپور وړاندې کړي."

داوړ د اکتوبر په ۲۶ مه د اسلام آباد په جي ۱۰/۴ سيمه کې تښتول شوی و او په افغانستان کې د ننګرهار ولایت په لرې پرتو سیمو کې مړ وموندل شو.

ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې د هغه لاش پاکستاني چارواکو ته وسپارل شو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500