که څه هم سپريم کورټ آسیه بي بي خوشې کړې ده، خو اوس هم په جيل کې ده

پاکستان فارورډ او ای ايف پي

اسلام آباد -- يوه هفته وروسته له هغې چې د هيواد تر ټولو ستر عدالت د هغې د خوشې کولو حکم ورکړو، یوه پاکستانۍ عیسايڼه، چې اته کاله یې د توهين رسالت په تور د مرګ په انتظار کې په جيل کې تیر کړل، لا تر اوسه د چهارشنبې په ورځ (د نومبر په ۷ مه) په جيل کې ده، او دا امکان نشته چې هغه به په فوري توګه خوشي کړې شي.

زاور حسين وړايچ، چې په پنجاب صوبه کې د جيل د وزارت وزير دی، ای ايف پي ته وويل، "آسيه بي بي اوس هم په ملتان جيل کې ده ... موږ لا تر اوسه پورې د هغې د خوشې کولو امر نه دی ترلاسه کړی."

هغه وويل، "عموماََ موږ د عدالت د پريکړې نه دوه ورځې وروسته امر ترلاسه کوو." "تر اوسه پورې د آسیا بي بي په اړه دا امر نه دی ترلاسه شوی."

په زرګونو مذهبي کسانو ورسته له هغې احتجاجونه وکړل کله چې د سپريم کورټ ججانو د بي بي آسيه سزا ختم کړه.

د تاوتریخوالي احتجاجونو او د دريو ورځو تعطل له کبله د وزیراعظم عمران خان حکومت موافقه وکړه چی د عدالت د فيصلې بیاکتنه وکړي.

وړایچ وویل، "سپریم کورټ باید موږ ته لارښوونه وکړي او مونږ ته د هغې د خوشې کيدو امر واستوي." "کله چې هم مونږ دا امر ترلاسه کړو، نو موږ به هغه ژر تر ژره خوشې کړو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500