د پاکستان پوځ د هغه سخت دریځو په وړاندې د سختو اقداماتو خبرداری ورکوي چې د ‌بغاوت غوښتنه کوي

ای ايف پي

اسلام آباد -- د پاکستان پوځ د جمعې په ورځ (د نومبر په ۲ مه) وروسته له هغې خبرداری ورکړو کله چې دې د يوې عيسايڼې ښځې، چې په توهين رسالت کې تورن وه، د خوشي کيدو له کبله د اسلامي سخت دريځو نه ګواښونه ترلاسه کړل او ويې وويل چې د دوی د صبر امتحان اخیستل کیږي.

د پوځ ویاند، آصف غفور، وویل چې د پوځ صبر پای ته رسيدلی دی. پوځ دا بيان وروسته له هغې ورکړو کله چې سخت دریځو د دې هفتې په لومړيو کې د سپريم کورټ لخوا د آسيه بي بي په وړاندې د توهين رسالت د تورونو ختمولو په ځواب کې د پوځ خلاف د بغاوت لپاره غوښتنه وکړه.

د بي بي خوشي کيدو د پهانسۍ په انتظار کې د هغې د اتو کالو قيد ختم کړو.

غفور دولتي رسنیو ته وویل، "موږ د خپل ځان په وړاندې تبصرې برداشت کوو، خو اقدامات به د قانون او آيين مطابق پورته کړی شي."

د دې مظاهرو مشري نورې مذهبي پارټۍ او زياتره تحريک لبيک پاکستان پارټي کوي، چې د توهين رسالت د مسلو په اړه د سخت دریځۍ له کبله مشهوره ده.

غفور زياته کړه، "موږ په ګامونه پورته کولو مه مجبوروئ."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500