په پېښور کې د سکول پرنسپل ته د جنسي جرمونو له کبله ۱۰۵ کاله د جيل سزا واورول شوه

پاکستان فارورډ

پیښور -- ډان ورځپاڼې د سه شنبې په ورځ راپور ورکړو چې د پیښور سیشن کورټ جج، یونس خان، د سه شنبې په ورځ (د اکتوبر په ۳۰ مه) د یو پرايويټ سکول پرنسپل، عطاالله مروت، ته د ماشومانو سره د ناوړه چلند، جنسي موادو، جنسي تيري، د بليک ميلنګ او غیرقانوني اړیکو په تور ۱۰۵ کاله سزا واوروله.

د ډان ورځپاڼې له مخې، د پېښور پولیسو د ۲۰۱۷ کال د جولای په ۱۴ مه مروت وروسته له هغې ونيولو کله چې یو هلک شکایت وکړو او په مروت يې "د سکول د ماشومانو او جينکو سره د جنسي تیري" کولو او د پټو کیمرو له لارې د ويډيوګانو جوړولو تور ولګولو.

چارواکو هم په هغه د مختلفو ښځو سره د جنسي تیري تور ولګولو. عدالت وموندله چې هغه په دغه ټولو جرمونو کې ښکيل و.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500