د زینب فاطمه آمين قاتل په لاهور کې اعدام شو

ای ايف پي

لاهور -- پاکستاني چارواکو یو کس ته د چهارشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۱۷ مه) پهانسي ورکړه. دغه کس د شپږو کالو جينۍ زینب فاطمه آمین سره د جبري زنا کولو او په وژلو کې ښکيل و، چې دا يوه داسې پيښه وه چې ټول هیواد ته یې د دې کال په لومړيو کې صدمه ورورسوله او تاوتریخوالی يې رامنځته کړو.

عمران علي، ۲۴ کلن، ته د دغه جرم له کبله څلور ځله د مرګ سزا اورول شوې وه، چې دغه جرم د جنورۍ په میاشت کې د پنجاب صوبې په قصور کې ترسره شوی و.

هغه په ښار کې په ماشومانو باندې د اتو بریدونو هم اعتراف وکړو، چې په دې کې پنځه قتلونه شامل دي.

د لاهور په مرکزي جيل کې، چيرې چې دغه مجرم ته پهانسي ورکړل شوه، يو چارواکي ای ايف پي ته وویل، "هغه ته نن د زندان د چارواکو او د قرباني جینۍ د پلار په موجودګۍ کې پهانسي ورکړل شوه."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500