پاکستان د هايي کورټ هغه جج لرې کړو چې په آیي ایس آیي یې تنقید کړی و

ای ايف پي

اسلام آباد -- په اسلام آباد کې د هايي کورټ هغه جج د پنجشنبې په ورځ (اکتوبر په ۱۱ مه) لرې کړی شو کوم چې په روښانه توګه په استخباراتي ايجنسۍ آی ايس آی تور لګولی و چې دوی په عدالتي فيصلو کې مداخلت کړې و چې په تيره جولای کې په عمومي انتخاباتو کې خپل نفوذ قايم کړي.

د قانون او عدلیې وزارت لخوا د یوې خپره شوي اعلاميې له مخې، صدر عارف علوي فوراََ شوکت عزيز صديقي له خپلې دندې څخه لرې کړو.

په سیاست کې د پوځ او آی اس آی د رول په اړه په پاکستان کې په ښکاره توګه ډير کم بحث کیږي. که څه هم، صديقي د عمومي انتخاباتو نه مخکې په يو بيان کې په آی ایس آی تور لګولی و چې دا "په بشپړ ډول د عدالتي پروسې په کنټرولولو کې ښکیل ده."

پوځ وروسته د سپريم کورټ څخه وغوښتل چې د صديقي تورونه وڅیړي.

د پنجشنبی په ورځ، سپريم جوډيشل کونسل -- چې په هيواد کې د ججانو تر ټولو ستره اداره ده -- وویل چی "صدیقی" داسې عمل کړی دی چې د هايي کورټ د جج سره ښه نه ښکاري او له دې امله د بد چلند په تور مجرم دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500