پلټونکو وموندل چې پاکستان د ايف ای ټي ايف د سپارښتنو په اړه پرمختګ نه دی کړی

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- ډان ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۱۱ مه) راپور ورکړو چې د مني لانډرنګ په اړه د ايشيا/ پیسیفیک ګروپ (ای پي جي)، چې د حکومتنو ترمنځ د څارنې يوه اداره ده، له پاکستان څخه غوښتنه کړې چې د مالي عمل کاري ځواک (ايف ای ټي ايف) د خړ ليسټ نه د وتلو لپاره ډير څه وکړي.

دغه وفد وویل چې دا د ترهګرۍ د تمویل په وړاندې مبارزه کې د پاکستان د پرمختګ څخه متاثره نه دی او زياته يې کړه چې هیواد کمزوري بنيادي تدابیر او ناکافي حقوقي چوکاټ لري چې د تروریزم د تمویل په وړاندې مبارزه وکړي.

دغه وفد د جايداد په اړه د راکړې ورکړې او د توکو سوداګرۍ په څارنه کې نیمګړتیا ته اشاره وکړه.

د جون په مياشت کې، ايف ای ټي ايف پاکستان په خپل "خړ ليسټ" کې د مني لانډرنګ او د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ستراتيژيکي نيمګړتيا له کبله شامل کړو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500