قريشي وايي، پاکستان د افغانانو تر مشرۍ لاندې د سولې پروسې ملاتړ کوي

پاکستان فارورډ

واشنګټن -- ډان ورځپاڼې د چهار شنبې په ورځ (د اکتوبر په ۳ مه) راپور ورکړو چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي په واشنګټن کې د آمريکې د بهرنيو چارو سيکريټري مايک پومپيو سره د پاکستان او آمريکې ترمنځ د يو شمير مسلو، په افغانستان کې د پاليسۍ په شمول، په اړه خبرې اترې وکړې.

قريشي د افغانانو تر مشرۍ لاندې د سولې او روغې جوړې پروسې د ملاتړ لپاره د پاکستان ژمنه څرګنده کړه.

ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې قريشي وویل، د افغان جګړې لپاره هیڅ پوځي حل شتون نه لري او سوله ایز افغانستان د سیمه ییز ثبات لپاره خورا مهم دی. هغه د افغانستان د پرمختګ لپاره د پاکستان هڅو، لکه د سولې او یووالي لپاره د افغانستان او پاکستان کاري پلان، ته اشاره وکړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500