پاکستاني ځواکونو د افغانستان سره د پولې په اوږدو کې ۷ وسله وال ووژل

ای ايف پي

اسلام آباد -- پاکستاني پوځ د سه شنبې په ورځ (د اکتوبر په ۲ مه) په یو بیان کې وويل چې د پاکستان امنيتي ځواکونو په يوې نښته کې اوه نامعلومه وسله وال وروسته له هغې ووژل کله چې دوی د افغانستان نه د پاکستان قبايلي سیمو ته داخل شول.

د چارواکو له مخې، دا نښته د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۱) ناوخته هغه وخت رامنځته شوه کله چې وسله والو په شمالي وزيرستان کې د پاکستان د پولې په پوسټ باندې برید وکړو.

د سه شنبې د ورځې په بيان کې ويل شوي چې "د ډزو په تبادله کې، اوه ترهګر (ووژل شول) او درې (نور) ژوبل شول."

په دې وروستيو کلونو کې په پاکستان کې تاوتريخوالی د افغانستان سره د شمال لویدیز پولې په اوږدو کې د پوځي عملیاتو له کبله ډير کم شوی دی، خو وسله والې ډلې اوس هم توان لري چې وژونکي بریدونه ترسره کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500