راولپنډۍ -- د پوځ د عامه اړيکو دفتر د جمعې په ورځ په يو بيان کې وويل، د پوځ ستر مشر جنرل قمر جاوید باجوه د جمعې په ورځ (د سپتمبر په ۲۸ مه) د ۱۱ ترهګرود مرګ سزا تایید کړه.
په بيان کې راغلي دي چې محکوم شوي کسان په تروریزم پورې اړوندو جرمونو کې ښکيل ول، چې په دې کې په پوځيانو باندې بريدونه، د يو سکول ويجاړول او د ملکي وګړو وژل شامل دي.
په دغه بیان کې ویل شوي چې څلور نور محکوم شوي کسان به جیل ته واستول شي.
دغه ټول کسان په ځانګړو پوځي عدالتونو کې محکوم شوي ول.