يو شکمن کس، چې په ۲۰۱۵ کال کې په صفورا ګوټ کې په بس کې په ډزو کې تورن و، نيول شوی دی

پاکستان فارورډ

دادو -- جيو نيوز د سه شنبې په ورځ (د سپتمبر په ۲۵ مه) راپور ورکړو چې پوليسو د سيند صوبې په دادو ضلع کې یو شکمن کس نیولی دی چې په می ۲۰۱۵ کال کې په کراچۍ کې صفورا ګوټ ته نژدې په بس کې په ډزو کې ښکیل و.

په موټر سايکلونو سپاره وسله والو دغه بس ودرولو او هغې ته وختل او د اسماعيلي اقليت ۴۶غړي يې ووژل.

د سيند د پوليسو سينير سپرنټنډنټ تنویر ټونيو جیو نیوز ته وویل، شکمن ترهګر، نوید عرف شريف، د القاعدې سره تړاو لري. هغه زياته کړه، چې شپږ کيسونه د هغه خلاف موجود دي. هغه په ۲۰۱۴ کال کې په حیدرآباد کې د دوو پولیسو په وژلو کې هم تورن دی.

په ۲۰۱۵ کال کې په ډزو کې نورو محکوم شوي کسانو، چې سعد عزيز په کې هم شامل و، په ۲۰۱۶ کال کې د پوځي عدالتونو نه د مرګ سزاګاني ترلاسه کړې. البته، عزيز سږ كال د شواهدو د نشتوالي له کبله خوشی شو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500