ايف آی ای په پیښور کې د کرنسۍ بازار په نښه کوي چې د ترهګرۍ د مالي تمویل مخه ونیسي

پاکستان فارورډ

پیښور -- ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې د وفاق د تحقیقاتو ادارې (ايف آی ای) په پیښور کې د شنبې په ورځ (د سپتمبر ۱۵ مه) د کرنسۍ بازار سيل کړو چې د مالي عمل کاري ځواک (ايف ای ټي ايف) د شرایطو سره سم د پیسو مینځلو مخه ونیسي.

ايف آی ای په چوک یارګار کې د کرنسۍ په بازار چهاپه ووهله، چې په ظاهره توګه د پیسو مینځلو ځای دی.

د ډان ورځپاڼې په وینا، د خيبر پښتونخواه زون د ایف آی ای ډايريکټر میرویس نیاز وويل، ایف آی ای دا چهاپه ووهله چې د غیر قانوني هنډۍ او حوالې کاروبار بند کړي.

ډان ورځپاڼې راپور ورکړو، "ايف آی ای ۴۲ کسان ونیول او د "د بينکونو د نظام په مقابله کې په دې کاروبار کې د ښکیلتیا له کبله یې د ۵۰ نه زيات دوکانونه سيل کړل." هغه زياته کړه، "چې چارواکو په مجموعي توګه ۲۶.۸ ميليونه روپۍ (۲۳۴،۰۰۰ آمريکايي ډالره) ضبط کړل."

هغه زياته کړه، "د دې پيسو سرچينې معلومول ناممکنه ده او کيدې شي چې دا پيسې د ترهګرۍ د مالي تمويل لپاره استعمال شوي وې."

د جون په میاشت کې، ايف ای ټي ايف پاکستان په خپل 'خړ ليسټ' کې وروسته له هغې شامل کړو کله چې دې د ترهګرۍ د مالي تمول او د پيسو مينځلو په وړاندې د پاکستان په اقداماتو کې "ستراتیژیکي نیمګړتیاوې" وموندله.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500