پیښور -- چارواکو وويل، د خیبر پښتونخواه په در آدم خيل کې د چهارشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۱۲ مه) نهه کار کوونکي وروسته له هغې ووژل شول او څلور ژوبل شول کله چې د سکارو کان راغوزار شو.
یو لوړپوړي سیمه ایز چارواکي، شاهد الیاس، ای ايف پي ته وویل، دا پیښه په آخوروال کلې کې هغه وخت رامنځته شوه کله چې کار کوونکي د ورځې په پیل کې د سکارو کان ته ننوتل.
په پاکستان کې د سکارو کانونه د خوندیتوب کمزوري معیارونه لري.
د اګست په ۱۳ مه، لږ تر لږه ۱۸ کارکوونکي وروسته له هغه ووژل شول کله چې کويټې ته نژدې په سنجيدي کلي کې د سکارو په کان کې يوه چاودنه وشوه.