اسلام آباد -- ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې پاکستان د پنجشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۶ مه) د دفاع ورځ ولمانځله، چې دا د هند سره په ۱۹۶۵ کال کې د اوربند ۵۳ مه کلیزه ده.
د ريډیو پاکستان له مخې، وزير اعظم عمران خان په خپل پيغام کې وويل، پاکستان په سوله ییز ګډ ژوند باندې باور لري او غواړي چې د نورو هېوادونو سره دوه اړخیزو همکاریو ته وده ورکړي.
په ټول هیواد کې ډیر جشنونه پلان شوي و.