د آمريکې پوځ غواړي چې د پاکستان لپاره د ۳۰۰ ملیونو آمريکايي ډالرو پوځي مرستې ختم کړي

ای ايف پي

واشنګټن، ډي سي -- ای ايف پي راپور ورکړو چې آمريکې د شنبې په ورځ (د سپتمبر په لومړۍ نيټه) اعلان وکړو چې د پاکستان لپاره د ۳۰۰ مليونو آمريکايي ډالرو (۳۶.۹ ميليارده پاکستانۍ روپۍ) پوځې مرستې ختم کړي او د نورو موخو لپاره يې استعمال کړي.

د دې وړاندیز شوې کمي لپاره، چې پنټاګون د دغه فنډ لپاره دې ته "د بیا رغونې د پروګرام درخواست" نوم ورکړو، د آمريکې د کانګرس د منظورۍ ضرورت دی.

تمه کیږي چې د آمريکې د بهرنیو چارو سيکريټریي مایک پمپيو به د نوي وزيراعظم عمران خان سره د خبرو اترو لپاره د چهارشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۵ مه) اسلام اباد ته راشي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500