د پمپيو په شمول د متحده آيالاتو چارواکي به د سپتمبر په میاشت کې د خبرو اترو لپاره پاکستان ته سفر کوي

پاکستان فارورډ

واشنګټن، ډي سي -- ډان ورځپاڼې د پجشنبې په ورځ (د اګست په ۳۰ مه) راپور ورکړو، تمه کیږي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو سيکريټري مایک پمپيو او د پوځ د مشرانو ګډ چيرمين جنرل جوزف ایف ډنفورډ به په راتلونکې هفته کې د امنيت په اړه د خبرو اترو لپاره اسلام آباد ته سفر وکړي.

د متحده ایالاتو د دفاع ادارې د يو بيان له مخې، د متحده ايالاتو د دفاع سيکريټري جیمز میټس په واشنګتن کې د سه شنبې په ورځ (د اګست په ۲۸ مه) وویل چې [پمپیو او ډنفورډ] به د نوي حکومت سره د لیدلو لپاره اسلام آباد ته سفر وکړي.

ټاکل شوې ده چې د متحده ایالاتو چارواکي به د وزیر اعظم عمران خان سره د ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه خبرې وکړي.

ميټس زياته کړه، "[دا وفد به دا خبره روښانه کړي چې موږ له پکار ده چې ... د خپل ګډ دښمن، تروريستانو، سره د مقابلې لپاره څه ... وکړو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500