اسلام آباد -- ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې د پنځلسمې ملي شورا لومړۍ ناسته د دوشنبې په ورځ (د اګست په ۱۳ مه) وروسته له هغې پای ته ورسيده کله چې په پارلمان کې د ايوان زيري ۳۲۸ غړو حلف واخيستو.
سپيکر آياز صادق، چې د سپيکرۍ څوکۍ به پريږدي، د هغوی نه حلف واخیستلو.
نوی سپيکر او ډپټي سپيکر به هغه وخت وټاکل شي کله چې ملي شورا د چهارشنبې په ورځ (د اګست په ۱۵ مه) بیا ناسته وکړي.
د پاکستان راتلونکي وزير اعظم او د پي ټي آی چيرمين عمران خان او نورو سیاسي مشرانو، د پاکستان مسلم لیګ نواز مشر شهباز شریف، د پاکستان پیپلز پارټۍ چيرمين بلاول بهټو زرداري او پخواني صدر آصف علي زرداري په ګډون، په دغه مراسمو کې ګډون وکړو.