کويټه -- چارواکو د دوشنبې په ورځ (د اګست په ۱۳ مه) وويل، په کويټه کې د سکارو په يو کان کې په چاودنه کې لږ تر لږه اته کارکوونکي ووژل شول.
دغه کان وروسته له هغې راغوزار شو کله چې په سنجيدي کې، د کويټې نه مشرق اړخ ته تقريباََ ۴۵ کلوميټره لرې، کارکوونکو د کیندنې په دوران کې ډاينامايټ استعمال کړل.
په بلوچستان کې د کانونو ستر مشر انسپکټر محمد افتخار ای ايف پي ته وويل، "کله چې دا چاودنه رامنځته شوه، نو په دغه کان کې په مختلفو سورنګانو کې تر ۲۲ پورې کارکوونکي موجود ول او ځينې کسان تر ۴،۰۰۰ فوټو (۱،۲۱۹ ميټره) پورې لاندې ول."
هغه وويل، په نزدې سورنګانو کې موجود نهه کارکوونکې وژغورل شول، خو د ريسکيو ټيم غړو وروسته ۸۰۰ فوټه (۲۴۰ ميټره) لاندې اته کار کوونکي وموندل.