کراچۍ -- ډان ورځپاڼې د جمعې په ورځ (د اګست په ۱۰ مه) راپور ورکړو، پاکستان پلان لري چې له سعودي عرب په ملاتړ د اسلامي پرمختیایي بينک (آی ايس ډي بي) نه د ۴ میلیارده ډالرو (۴۹۵.۹ میلیارده پاکستانۍ روپۍ) نه زياته قرضه واخلي.
د دې اقدام، چې فانينشل ټايمز یې لومړی خبر ورکړو، موخه د پاکستان ختميدونکي بهرنۍ زیرمې بحالول دي.
چارواکو وويل، چې په جده کې اسلامي پرمختیایي بينک موافقه کړې چې دا به د دې قرض ورکولو رسمي وړاندیز هغه وخت وکړي کله چې وزیر اعظم عمران خان واک ته ورسیږي.
هغوی وویل چې دا قرضه به يوازې د تیلو د درآمد کولو لپاره استعمال شي.
يو چارواکي وويل، که چیرې اسلامي پرمختيايي بينک دا قرضه ورکړي، نو دا به په دې مالي کال کې د پاکستان په لږ تر لږه ۲۵ ملیارده ډالرو (۳.۱ ټریلیونه پاکستانۍ روپۍ) خسارې په کمولو کې مرسته وکړي.