په اسلام آباد کې د يوې ژورنالست کور لوټ شوې، چې دا د ويرولو يوه هڅه ګڼل کیږي

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- د هغې پلار او ملګرو د پنجشنبې په ورځ ( دجون په ۲۱ مه) وويل، غلو د يوې ژورنالستې او فعالې ماروي سرمد کور لوټ کړو او د هغې د کور نه يې لیپ ټاپ، پاسپورټونه او نور قیمتي سامان پټ کړل.

د ماروي خاوند منظور سرمد په ټویټ کې وویل، کله چې د هغې کورنۍ په لاهور کې د وړوکې اختر ورځي تيرې کړې او بيرته راغله، نو دوی وموندل چې په اسلام آباد کې د دوی کور لوټ شوی و، چې په شاوخوا کې يې ويره رامنځته کړه.

هغه وویل چې دا دریم ځل دی چې د دوی لیپ ټاپونه او قیمتي توکي لوټ شوي دي.

په وروستیو میاشتو کې فعالینو، چې د حکومت ضد نظریات لري، د ژورنالستانو په نښه کولو په اړه اندیښنې څرګندې کړي دي.

د دې میاشتې په پیل کې، په لاهور کې نامعلومو کسانو د لږ وخت لپاره يوه ژورنالسته ګل بخاري وروسته له هغې وتښتوله کله چې پوځ په يو نيوز کانفرنس کې خبرداری ورکړو چې دا د پاکستان د نقادانو څارنه کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500